امریکایان به د عاموافغانانو وینه ترکومه بهوي ؟
آخرتر کومه به دعامو افغانانو وینه په هوائی حملو کې تویږی؟
د هرات ولایتی شورا په همداوروستیو کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی،په دغې حملې کې شپیتو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتی چې زیاتره پکې عام خلک وو .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د بشری حقوقو کمیشن پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،ددغه کمینش د څیړنو په اساس، د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو ځواک په وروستیو هوائی حملو کې پنځلس عام افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتی چې درې ښځې آو دوه ماشومان هم په وژل شوو کې ترسترګو کیدل .
په دغې اعلامیې کې د جنګ د قربانیانو په زیاتیدا،د بهرنیو عسکرو په وسیله د بشری حقوقو په دوامدارو او ښکاره خلاف ورزیو سخته اندیښنه ښودل شوی او پر پرَدیو عسکرو غږ شوی،چې دعامو خلکو وژلې دې ودروی.
د افغانستان د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ دجنورۍ په اتمه نیټه دناټو ځواک په هوائی حملې کې همداراز یو شمیر کورونو ته تاوانونه هم اوښتی دی .
د هرات ولایتی شورا په همداوروستیو کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی،په دغې حملې کې شپیتو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتی چې زیاتره پکې عام خلک وو .