په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او نښتو حل سیاسی لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87457-په_افغانستان_کې_د_تاؤتریخوالو_او_نښتو_حل_سیاسی_لاره_ده
د افغانستان و لسمشر زیاته کړې ده،طالبانو ډله دتیر وخت په څیر له جنګه ستړې شوې او د دوی مشران په پانګوالو بدل شوی او له هیواده په بهر کې عیش عشرت کوی او د قطر په دوحې کې هم له امریکایانو سره خبرې اترې کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 23, 2020 09:03 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او نښتو حل سیاسی لاره ده

د افغانستان و لسمشر زیاته کړې ده،طالبانو ډله دتیر وخت په څیر له جنګه ستړې شوې او د دوی مشران په پانګوالو بدل شوی او له هیواده په بهر کې عیش عشرت کوی او د قطر په دوحې کې هم له امریکایانو سره خبرې اترې کوی .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ،  دافغانستان د ولسمشراشرفغنی د طالبانو ډلې په جنګ غواړی خوی په سختو نیوکو سره په دغه هیواد کې دسولې د ټینګیدا او د تاؤتریخوالی د ختمیدو لپاره د هلو ځلو پر دوام ټینګار وکړ .

اشرف غنی پرون ناوخته د سویس په ډیوؤس  کې د اقتصاد دکلنۍ نړیوالې غونډې  په څنډې کې وئیلی دی،په افغانستان  کې د تاؤتریخوالی او اړۍ ګړۍ  حل لاره سیاسی ده .

  د افغانستان ولسمشر زیاته کړې ده،طالبانو ډله  دتیر وخت په څیر له جنګه ستړې شوې او د دوی مشران په پانګوالو بدل شوی او له هیواده په بهر کې عیش عشرت  کوی او د قطر په دوحې کې هم له  امریکایانو سره خبرې اترې کوی .

اشرف غنی روښانه کړې ده،د طالبانو غړی په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د قاچاق غیر مستقیم لوبغاړی دی . .

 دافغانستان ولسمشر همداراز ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا پر مشر عبدا...عبدا...او په پخوانی ولسمشرحامد کرزی په نیوکو سره وئیلی دی،دا دواړه په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره  دحکومت له پلانونو سره مخالفت کوی،خو  پخپله د سولې لپاره هیڅ پلان نه لری .

 اشرف غنی همداراز په افغانستان  کې د جنګ او جګړو د ختمیدو لپاهر د سیمې او نړۍ د ګډو ملګرتیاؤ غوښتنه کړې او د افغانستان  دترینګلتیاؤ د حل لپاره ئې یو اړخیز کړچار  بې عمله چاره بللې او ټینګار ئې کړی دی ،  زیات  شمیر هیوادونه  په افغانستان کې   له بې ثباته کونکو عناصرو سره ملګرتیا کوی.هغه همداراز  دې ته په اشارې سره چې  د افغانستان  شپیته فی صدی خلک  دبې وځلۍ له کرښې لاندې ژوند کوی  ووئیل  دغه هیواد  په بهرنیو مرستو سره نه جوړیږی . د افغانستان ولسمشرهمداراز اسلامی ایران  خپل یو  خیرغواړی  هیواد وبالۀ او له سوله ایزو لارو ئې  د تهران او واشنګټن تر مینځ د موجوده تاؤتریخوالو  د حل غوښتنه و کړ ه .