طالبان له افغانستانه بهر عیش عشرت کوي
په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او نښتو حل سیاسی لاره ده
د افغانستان و لسمشر زیاته کړې ده،طالبانو ډله دتیر وخت په څیر له جنګه ستړې شوې او د دوی مشران په پانګوالو بدل شوی او له هیواده په بهر کې عیش عشرت کوی او د قطر په دوحې کې هم له امریکایانو سره خبرې اترې کوی .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، دافغانستان د ولسمشراشرفغنی د طالبانو ډلې په جنګ غواړی خوی په سختو نیوکو سره په دغه هیواد کې دسولې د ټینګیدا او د تاؤتریخوالی د ختمیدو لپاره د هلو ځلو پر دوام ټینګار وکړ .
اشرف غنی پرون ناوخته د سویس په ډیوؤس کې د اقتصاد دکلنۍ نړیوالې غونډې په څنډې کې وئیلی دی،په افغانستان کې د تاؤتریخوالی او اړۍ ګړۍ حل لاره سیاسی ده .
د افغانستان ولسمشر زیاته کړې ده،طالبانو ډله دتیر وخت په څیر له جنګه ستړې شوې او د دوی مشران په پانګوالو بدل شوی او له هیواده په بهر کې عیش عشرت کوی او د قطر په دوحې کې هم له امریکایانو سره خبرې اترې کوی .
اشرف غنی روښانه کړې ده،د طالبانو غړی په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د قاچاق غیر مستقیم لوبغاړی دی . .
دافغانستان ولسمشر همداراز ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا پر مشر عبدا...عبدا...او په پخوانی ولسمشرحامد کرزی په نیوکو سره وئیلی دی،دا دواړه په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره دحکومت له پلانونو سره مخالفت کوی،خو پخپله د سولې لپاره هیڅ پلان نه لری .
اشرف غنی همداراز په افغانستان کې د جنګ او جګړو د ختمیدو لپاهر د سیمې او نړۍ د ګډو ملګرتیاؤ غوښتنه کړې او د افغانستان دترینګلتیاؤ د حل لپاره ئې یو اړخیز کړچار بې عمله چاره بللې او ټینګار ئې کړی دی ، زیات شمیر هیوادونه په افغانستان کې له بې ثباته کونکو عناصرو سره ملګرتیا کوی.هغه همداراز دې ته په اشارې سره چې د افغانستان شپیته فی صدی خلک دبې وځلۍ له کرښې لاندې ژوند کوی ووئیل دغه هیواد په بهرنیو مرستو سره نه جوړیږی . د افغانستان ولسمشرهمداراز اسلامی ایران خپل یو خیرغواړی هیواد وبالۀ او له سوله ایزو لارو ئې د تهران او واشنګټن تر مینځ د موجوده تاؤتریخوالو د حل غوښتنه و کړ ه .