د افغانستان حکومت د سیګار رپورټ رد کړ
-
صدیق صدیقی، د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ویاند
د افغانستان حکومت د دغه هیواد د حکومت او امنیتي ځواکونو په هکله د افغانستان د بیارغاونې په چارو کښې د امریکې د تفتیش د ځانګړې ادارې (سیګار) رپورت دروغ بللی دی.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون د سیګار په رپورټ کښې د خپل هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په هکله خپرې شوې خبرې رد کړې.
صدیقي زیاته کړه: ټول امنیتي مسئولیتونه د افغانستان امنیتي او د ملي اردو ځواکونو ته سپار شوې دي او نن سبا افغان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په وړومبۍ لیکه کښې دی.
د ویلو ده چې د افغانستان د بیارغاونې په چارو کښې د امریکې ځانګړي مفتش جان سوپکو پرون په خپل تازه رپورټ کښې ادعا کړې وه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د امریکې له پراخو مرستو سره سره د افغانستان په ډیرو برخو کښې د امنیت د تامینولو توان نه لري.
هغه مدعي شو، که چیرې په افغانستان باندې د امریکې او د نورو مرسته کونکو هیوادونو مرستې بندې شي نو د دغه هیواد حکومت به وپرزیږي.