په افغانستان کې د امریکائي ترهه ګرپوځ په جنایتونو اعتراضونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87658-په_افغانستان_کې_د_امریکائي_ترهه_ګرپوځ_په_جنایتونو_اعتراضونه_دوام_لري
دیوې کورنۍ هغه اته غړي ، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه ګاډي کې روان وو ، پرون دامریکائي پوځیانو په هوائي حملې کې وژل شوي دي . ددغې کورنۍ پلار د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامی ګوند یو کمانډر ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 04:05 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې د امریکائي ترهه ګرپوځ په جنایتونو اعتراضونه دوام لري

دیوې کورنۍ هغه اته غړي ، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه ګاډي کې روان وو ، پرون دامریکائي پوځیانو په هوائي حملې کې وژل شوي دي . ددغې کورنۍ پلار د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامی ګوند یو کمانډر ؤ .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان  په شمال کندوز ولایت کې د د شت آرچي ولسوالۍ په زرګونو خلکو په مظاهرې جوړولو سره ، دامریکا په ضد په شعارونو ورکولو سره  له  خپل هیواده د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه .

 دیوې کورنۍ  هغه اته غړي ، چې  په دشت ارچي ولسوالۍ  کې په یوه  ګاډي  کې روان وو ، پرون  دامریکائي پوځیانو  په  هوائي حملې کې وژل شوي دي .

 ددغې کورنۍ پلار د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامی  ګوند یو کمانډر ؤ .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  په دشت آرچي کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو  دغه جنایت  محکوم کړی او له غم ځپلي  کورنۍ سره ئې خواخوږي ښودلې ده .

 امریکا  له ۲۰۰۱کال څخه  په افغانستان کې د پوځي شتون له وخت راهسې تر دې دمه  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او دامنیت د تامینولو لو په پلمه  د لسګونو زره  کسانو  د وژلو پشمول بې شمیره جنایتونه  کړي ، چې پر هیچا پټ نه دي .