په افغانستان کښې د امريکې پخوانے جاسوس فوځي وتښتول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87766-په_افغانستان_کښې_د_امريکې_پخوانے_جاسوس_فوځي_وتښتول_شو
د افغانستان په جنوب ختيځ کښې يو پخوانے امريکائي فوځي ناپېژندل شويو کسانو وتښتوۀ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 06, 2020 11:29 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امريکې پخوانے جاسوس فوځي وتښتول شو

د افغانستان په جنوب ختيځ کښې يو پخوانے امريکائي فوځي ناپېژندل شويو کسانو وتښتوۀ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې امريکائي چارواکو چې غوښتل يې نومونه يې څرګند نه شي وويل: مارک فرريش نومې دغه امريکائي د ايلينويز ايالت اوسېدونکے ؤ چې په خوست ولايت کښې وتښتول شو. اوه پنځوس کلن فرريش د امريکې د سمندري ځواک پخوانے لامبوزن ؤ.

که څه هم تر وسه چا کس يا ډلې د دغه امريکائي جاسوس د تښتول ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې خو امريکائي چارواکي طالبان د دغه اقدام مسئول بولي.

څو ورځې مخکښې طالب ډلې د حقاني ترهه ګرې ډلې د سرغنه سراج الدين حقاني ورور انس حقاني په شمول د دريو بنديانو د ازادۍ په بدل کښې په کابل کښې د دوو امريکايانو له آزادېدو سره موافقت کړے ؤ.