سردارشهید سلیمانی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې اتل وو
د دغه شهید د ازادی غوښتنې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لیدتوګې نه یوازې په اسلامی هیوادونو بلکې په درستې نړۍ کې حد او پوله نلری او په همدې خاطر د افغانستان خلک سردار سلیمانی ښه یادوی .
د ایرنا له راپور سره سم د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسینی نن په هغه غونډه کې چی په کابل کې د ډګر جنرال شهید سلیمانی د یاد د لمانځلو لپاره ترسره شوه ، وویل د دغه شهید د ازادی غوښتنې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لیدتوګې نه یوازې په اسلامی هیوادونو بلکې په درستې نړۍ کې حد او پوله نلری او په همدې خاطر د افغانستان خلک سردار سلیمانی ښه یادوی .
د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسینی په سوریه او عراق کی د داعش او جبهه النصره په شمول له ترهه ګرو ډلو سره د سردار سلیمانی بی امانه مبارزه او په دغو هیوادونو کی د تکفیریانوماتې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه امریکا په افغانستان کی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په خپل نولس کلن شتون کې د طالبانو په وړاندې ماته خوړلی ده او له دغه هیواده له وتلو پرته بله لاره نلری .