سردارشهید سلیمانی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې اتل وو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87806-سردارشهید_سلیمانی_له_ترهه_ګرۍ_سره_د_مبارزې_اتل_وو
د دغه شهید د ازادی غوښتنې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لیدتوګې نه یوازې په اسلامی هیوادونو بلکې په درستې نړۍ کې حد او پوله نلری او په همدې خاطر د افغانستان خلک سردار سلیمانی ښه یادوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2020 08:50 Asia/Kabul
  • سردارشهید سلیمانی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې اتل وو

د دغه شهید د ازادی غوښتنې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لیدتوګې نه یوازې په اسلامی هیوادونو بلکې په درستې نړۍ کې حد او پوله نلری او په همدې خاطر د افغانستان خلک سردار سلیمانی ښه یادوی .

 

د ایرنا له راپور سره سم  د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسینی نن په هغه غونډه کې چی په کابل کې د ډګر جنرال شهید سلیمانی د یاد  د لمانځلو لپاره ترسره شوه ، وویل د دغه شهید د  ازادی غوښتنې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لیدتوګې نه یوازې په اسلامی هیوادونو بلکې په درستې نړۍ کې حد او پوله نلری او په همدې خاطر د افغانستان خلک سردار سلیمانی ښه یادوی .

د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسینی په سوریه او عراق کی د داعش او جبهه النصره په شمول له ترهه ګرو ډلو سره د سردار سلیمانی بی امانه مبارزه او په دغو هیوادونو کی د تکفیریانوماتې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه امریکا په افغانستان کی  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په خپل نولس کلن شتون کې  د  طالبانو په وړاندې ماته خوړلی ده او له دغه هیواده له وتلو پرته بله لاره نلری .