د امريکې له خارجه وزير سره د عبدالله عبدالله ټيلفوني خبرې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87913-د_امريکې_له_خارجه_وزير_سره_د_عبدالله_عبدالله_ټيلفوني_خبرې
د افغان حکومت اجرائي مشر د امريکې له خارجه وزير مائک پومپئو سره له طالب ډلې سره د صلحې د بهير په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 02:05 Asia/Kabul
  • د امريکې له خارجه وزير سره د عبدالله عبدالله ټيلفوني خبرې

د افغان حکومت اجرائي مشر د امريکې له خارجه وزير مائک پومپئو سره له طالب ډلې سره د صلحې د بهير په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې.

د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې چې پرون اوشوې دامريکې خارجه وزير له طالب ډلې سره د امريکې د تش په نامه صلحې خبرو اترو د پرمختګ له بهيره د افغان حکومت اجرائي مشر خبر کړ.

پومپئو عبدالله عبدالله ته وويل: طالبان د افغانستان پراخه برخه په کنټرول کښې لری او اوس زيات فرصتونه رامنځته شوي دي چې طالبان د افغانستان د تش په نامه صلحې په خبرو اترو کښې ګډون وکړي.

افغان حکومت په ځلونو کوشش کړے دے چې له طالبانو سره د صلحې خبرې اترې وکړي خو دغه کوششونه تر اوسه نه دي کامياب شوي.  طالبان له افغان حکومت سره له نېغ په نېغه خبرو ډډه کوي ځکه چې هغوي د کابل حکومت غېرقانوني بولي او له افغانستانه د ټولو امريکائي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.