د افغانستان په شمالي ولایتونوکې دعبدا..عبدا...په ملاتړکې غونډې جوړې شوي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټونکي په توګه اشرف غني ته پرون باؤر لیک ورکړی خو د عبدا..عبدا... لوري د اشرف غني بریالیتوب رد کړی او په دې پسې د افغانستان یو شمیر ګوندونو اوډلو ټپلو له هغه ملاتړ کړی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان د شمالي او شمال ختیځي ولایتونو یعني د فاریاب، تخار ،بلخ ، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو په لسګونو زره خلکو بیلابیلې غونډې جوړې کړي او ددغه هیواد د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا مشر او د انتخاباتو غوره کاندید عبدا...عبدا.... ئې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی بللی او له هغه ئې ملاتړ کړی دی .
راپورښئ په دغو ولایتونوکې په دغو غونډو کې د عبدا... دبریالیتوب په باب جشنونه هم جوړ شوي او دغه راز زیاتره خلکو د افغانستان د ولسمشر په توګه د عبدا..عبدا... ستر ستر تصویرونه هم نصب کړي دي .
د افغانستان د ملی اسلامی غورځنګ ویندوي بشیر احمد ته ینج وئيلی دي ،دغه غونډې د دغه ګوند د مشر جنرال عبدالرشید دوستم په حکم سره او د عبدا...عبدا.... د بریالیتوب د جشن په اړه ترسره شوي دي .
له دې مخکې جنرال دوستم داشرف غني د ټاکل کیدا په ضد داعتراضونو غوښتنه کړې وه .