امريکائي الوتکو هلمند کښې په طالبانو برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88432-امريکائي_الوتکو_هلمند_کښې_په_طالبانو_برید_وکړ
امريکايي الوتکو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کښې په طالب ځواکونو بريد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2020 12:30 Asia/Kabul
  • امريکائي الوتکو هلمند کښې په طالبانو برید وکړ

امريکايي الوتکو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کښې په طالب ځواکونو بريد وکړ.

په افغانستان کښې د امريکايي پوځيانو وياند ډګروال سوني ليګيټ په خپل يو ټوئيټ کښې ويلي، طالب ځواکونو په نهر سراج ولسوالۍ کښې د ځانګړو دولتي عسکرو په پوسته بريد وکړ، چې په ځواب کې يې امريکايي الوتکو په طالبانو برید وکړ.

د ډګروال ليګيټ په وينا د امریکې او طالب ډلې ترمېنځ د جنګ بندۍ په سر له موافقه ليک نه وروسته له تېرو يولسو ورځو راهسې، د امريکې له لوري دا په طالبانو وړومبې هوائي برید دے.

د امريکايي ځواکونو وياند ويلي، طالبانو له دوی سره په لاسليک شوي تړون کې منلې، چې د جګړې شدت به راکموي او له افغانستانه د بهرنيو عسکرو وتل يې هم مشروط بللي دي.

په دغه بريد کښې د طالبانو يا عامه خلقو د مرګ ژوبلو په اړه هم څه رپوټ نه دے خپور شوے او طالبانو هم د دغه وروستي برید په اړه رسنيو ته لا څه نه دي ويلي،

په طالب ځواکونو دا برید په داسې حال کې شوے، چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه امريکې او طالبانو له اوږدو مذاکراتو وروسته د صلحې تړون لاسليک کړ.