اشرف غني او عبدا... جلا جلا لوړه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88535-اشرف_غني_او_عبدا..._جلا_جلا_لوړه_وکړه
افغان ولسمشر نن د څلور زره شاهدانو او د ۳۵ هیوادونو د سفیرانو په منځ کې لوړه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2020 12:05 Asia/Kabul
  • اشرف غني  او عبدا... جلا جلا لوړه وکړه

افغان ولسمشر نن د څلور زره شاهدانو او د ۳۵ هیوادونو د سفیرانو په منځ کې لوړه وکړه

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړی او قاضي القضات یوسف حلیم ورته سوګند ورکړ.

همدا راز ولسمشر خپلو دوه مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش ته د هیواد د وفادارۍ سوګندونه ورکړل او په لومړي فرمان کې یې ښاغلی یوسف غضنفر د اقتصادي، سوداګریزه پراختیا او فقر سره د مبارزې په برخه کې خپل خاص استازی استازی وټاکه.

 افغان ولسمشر نن د څلور زره شاهدانو او د ۳۵ هیوادونو د سفیرانو په منځ کې لوړه وکړه.

بلخوا عبدالله عبدالله هم چې ځان یې د همه شموله دولت مشر اعلان کړی له مولوي شهزاده شاهد څخه لوړه واخیسته او د تکبیر په چغو کې یې غونډه پای ته ورسوله.