افغانستان کښې د کورونا ناروغانو لپاره روغتون جوړ شو
Mar 11, 2020 12:32 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د کورونا وایروس د ناروغانو او په دغه ناروغۍ د ککړو شکمنو کسانو د درملنې لپاره په ننګرهار ولایت کښې یو (۱) روغتون جوړ شوی دی چې سل(۱۰۰) کټونه لري او له سبا څخه په رسمي ډول خپل کار هم پیلوي .
دغه راز یو راپور وايي چې د افغانستان په پروان ولایت کښې په کورونا ناروغۍ یو (۱) ککړ کس پیدا شوی او روغتون ته وړل شوی دی .
ټیګونه