دکرونا ویروس له ویرې د افغانستان دخارجه وزارت غونډې وځنډيدې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88662-دکرونا_ویروس_له_ویرې_د_افغانستان_دخارجه_وزارت_غونډې_وځنډيدې
د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست دې ته په اشارې سره چې درست بهرني سفرونه لغوه شوي او د بهرنیو وګړو لپاره د ویزو صادرول محدود شوي ، د افغانستان د پارلیمان له استازو هم غوښتي ، خپل بهرني سفرونه دې وځنډوي او یا دئې لغوه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2020 14:13 Asia/Kabul
  • دکرونا ویروس له ویرې د افغانستان  دخارجه وزارت غونډې وځنډيدې

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست دې ته په اشارې سره چې درست بهرني سفرونه لغوه شوي او د بهرنیو وګړو لپاره د ویزو صادرول محدود شوي ، د افغانستان د پارلیمان له استازو هم غوښتي ، خپل بهرني سفرونه دې وځنډوي او یا دئې لغوه کړي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،په افغانستان کې په کروناویروس د ککړو کسانو په زیاتیدا پسې  ددغه هیواد دخارجه وزارت سرپرست ، ددغه وزارت دوه اړخیزې او څو اړخیزې درستې ناستې لغوه کړي دي .

 هارون چخانسوري  نن په ولسی جرګې کې پخپلو څرګندونو کې ويلي دي ، د کرونا ویروس د  پراختیا  د مخنیوي لپاره  دغه وزارت  خپلې  دوه اړخیزې او څو اړخیزې  غونډې اوکنفرانسونه  لغوه کړي دي .

  د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست  دې ته په اشارې سره چې   درست بهرني سفرونه لغوه شوي او د بهرنیو وګړو  لپاره د ویزو صادرول  محدود شوي ، د افغانستان د پارلیمان له استازو  هم غوښتي ، خپل بهرني سفرونه دې وځنډوي   او یا دئې  لغوه کړي .

 د افغانستان د روغتیائي چارو وزیر هم دغه هیواد پر پارلیماني استازو غږ کړی ،  خپلې عمومي غونډې دې وځنډوي .

تر دې دمه  په افغانستان کې  لس کسان په کرونا ویروس ککړ شوي دي .