دکرونا ویروس له ویرې د افغانستان دخارجه وزارت غونډې وځنډيدې
د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست دې ته په اشارې سره چې درست بهرني سفرونه لغوه شوي او د بهرنیو وګړو لپاره د ویزو صادرول محدود شوي ، د افغانستان د پارلیمان له استازو هم غوښتي ، خپل بهرني سفرونه دې وځنډوي او یا دئې لغوه کړي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،په افغانستان کې په کروناویروس د ککړو کسانو په زیاتیدا پسې ددغه هیواد دخارجه وزارت سرپرست ، ددغه وزارت دوه اړخیزې او څو اړخیزې درستې ناستې لغوه کړي دي .
هارون چخانسوري نن په ولسی جرګې کې پخپلو څرګندونو کې ويلي دي ، د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره دغه وزارت خپلې دوه اړخیزې او څو اړخیزې غونډې اوکنفرانسونه لغوه کړي دي .
د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست دې ته په اشارې سره چې درست بهرني سفرونه لغوه شوي او د بهرنیو وګړو لپاره د ویزو صادرول محدود شوي ، د افغانستان د پارلیمان له استازو هم غوښتي ، خپل بهرني سفرونه دې وځنډوي او یا دئې لغوه کړي .
د افغانستان د روغتیائي چارو وزیر هم دغه هیواد پر پارلیماني استازو غږ کړی ، خپلې عمومي غونډې دې وځنډوي .
تر دې دمه په افغانستان کې لس کسان په کرونا ویروس ککړ شوي دي .