امریکايي ښاریز دې له افغانستانه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88720-امریکايي_ښاریز_دې_له_افغانستانه_ووځي
په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو دې استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 18, 2020 14:12 Asia/Kabul
  • امریکايي ښاریز دې له افغانستانه ووځي

په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو دې استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  په افغانستان کې د امریکا سفارت نن سهارد یوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي ، د خپلو د روغتیا او امنیت په اړه  اندېښنه لري.

د دې خبرتیا  له مخې، په کابل کې د امریکا سفارت د امریکايي وګړو لپاره د قونسلۍ ټول خدمات تر بلې خبرتيا پورې ځنډولي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو دې استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.

 داپه داسې حال کې دي چې پخپله امریکا کې  هم د کرونا ویروس خوریدا په چټکۍ سره  په زیاترو ښارونو کې په پراختیا ده  ، خو له کابله د خپلو درستو وګړو وتل غواړي ،څه معنا لري ،؟ په دې اړه څه نه دي وئيل شوي .

Image Caption