د امریکا په بګرام هوايي اډې توغندي ویشتل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88784-د_امریکا_په_بګرام_هوايي_اډې_توغندي_ویشتل_شوي
لومړني راپورونه وايي چې توغندي هوايي اډې ته نژدې لګېدلي او حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2020 00:33 Asia/Kabul
  •  د امریکا په بګرام هوايي اډې توغندي ویشتل شوي

لومړني راپورونه وايي چې توغندي هوايي اډې ته نژدې لګېدلي او حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د افغان رسندویو راپورونه وايي چې بیګا شاوخوا ۸ بجې پر بګرام هوايي اډه له یوه موټر څخه توغندويي بریدونه وشول.

د افغانستان د  پروان ولایت چارواکي وايي، دا بریدونه له هغه موټر څخه وشول چې د پروان او کاپیسا ولایتونو ترمنځ په یوه ساحه کې درول شوی و.

لومړني راپورونه وايي چې توغندي هوايي اډې ته نژدې لګېدلي او حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

په افغانستان کې امریکايي پوځیانو تر دې دمه د دې برید او احتمالي مرګ ژوبلو یا تاوانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د راکټونو له توغولو وروسته موټر اور اخیستی او امنیتي ځواکونه وايي چې په حمله کوونکو پسې ګرځي.

دا د تېرې فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته پر یوه امریکايي هدف لومړنی برید دی.

که څه هم تراوسه طالبانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو د قطر له موافقې سره سم طالبانو منلې چې پر بهرنیو ځواکونو به حملې نه کوي.

بګرام د امریکايي ترهه گرو پوځیانو تر ټولو لویه لویه ګڼل کېږي.