د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر هم په کرونا اخته شوی
Mar 24, 2020 03:15 Asia/Kabul
د افغانستان رسنیو خبر ورکړی چې د طالب ډلې د مرکچي ټیم مشر شیر محمد عباس ستانکزی او هم داشان په کابل کښې دوه بهرني سفارتکاران هم په کرونا وایرس ککړ شوې دي.
د افغانستان رسنیو خبر ورکړی چې د طالب ډلې د مرکچي ټیم مشر شیر محمد عباس ستانکزی او هم داشان په کابل کښې دوه بهرني سفارتکاران هم په کرونا وایرس ککړ شوې دي.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان رسنیو پرون لیکلي چې د ستانکزي د کرونا ټیسټ د مثبت اعلانیدو باوجود طالب ډلې او د افغانستان حکومت په دې هکله تراوسه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
په عین حال کښې د افغانستان روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز تاییده کړه چې په کابل کښې د کرونا دوه مثبتې پیښې په بهرنیو ډیپلماټانو پورې اړوندې دي خو دا یې ونه ویل چې یاد سفارتکاران د کوم هیواد دي.
ټیګونه