په کابل کښې د پومپئو ناکامه ماموريت او د امريکې له ګواښه ډکه خبرتيا
افغان رسنيو کابل ته د امريکې د خارجه وزير د يو ورځني ناکامه سفر خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې افغان رسنيو وويل، له اشرف غني او عبدا... عبدا... سره د مائک پومپئوله بې نتيجې ناستو وروسته د امريکې دغه لوړ رتبه ډېپلومېټ بېګا له کابله لاړ.
د دغه امريکائي چارواکي د سفر مقصد د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ د تش په نامه صلحې د موافقه ليک د اجرائي کېدو د خنډونو لرې کول او د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو نامزدو سيالو ترمېنځ چې د ځانونه په انتخاباتو کښې کامياب بولي د سياسي بندون ختمول اعلان شوي وو.
د امريکې خارجه وزير پرون په بيلابيله توګه له عبدا... عبدا... او اشرف غني سره ليدل کتل وکړل او د افغانستان د سياسي بحران د هواري په اړه يې يې خبرې اترې وکړې چې بې له څه نتيجې ختمې شوې.
افغانستان ته د پومپئو د سفر له ناکامي وروسته د امريکې خارجه وزارت له ګواښ ته په يوې ډکې خبرتيا کښې له افغانستان سره د يوميليارډي مرستو د کمولو خبر ورکړ.