طالبانو د کورونا لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88925-طالبانو_د_کورونا_لپاره_روغتیايي_مرکزونه_جوړ_کړي_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د دغه ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کښې د کورونا وایروس د خپریدا د مخنیوي لپاره یې یوشمیر مرکزونه جوړ کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2020 00:21 Asia/Kabul
  • طالبانو د کورونا لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د دغه ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کښې د کورونا وایروس د خپریدا د مخنیوي لپاره یې یوشمیر مرکزونه جوړ کړي دي .

هغه وویل د طالبانو د روغتیا کمیسیون د کورونا وایروس  په هکله د اطلاعاتو د خپرولو لپاره په تخار ، په قندوز ، په سمنګان او جوزجان ولایتونو کښې د روغتیا څو مرکزونه جوړ کړي دي  او ښاریزو ته د  اطلاعاتو رسول ، په هغوې د ماسکونو او د نورو روغتیايي شیانو ویشل په مفت ډول دي .

طالبانو ډلې دغه راز د دوې تر ولکې لاندې د سیمو له وسیدونکو غوښتي دي چې له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره روغتیايي چارې رعایت کړي .

د افغانستان حکومت هم له نړیوالې ټولنې د مرستې د غوښتلو په ترڅ کښې کابل او هرات ښارونه قرنطینه اعلان کړي دي .

په افغانستان کښې هم کورونا وایروس په خپریدا دی او تراوسه یې کابو درې (۳) کسان وژلي دي او پینځه نوي (۹۵) نور کسان په دغه  ناروغۍ ککړ شوي هم دي .