په ننګرهار کی دې خلک روغتیائي چارې رعایت کړي
دننګرهار ولایت دینی عالمان داسی مهال خلک دروغتیا پالانو لارښوونو عملي کولو ته رابولي چې په دې وروستیو کې داسي خبرونه خپاره شوي و چې ګواکې په ځینو سیموکې دینی عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو خلکو ته ویلي چې دا ناروغې یوازې د کفارو لپاره ده او پر مسلمانانو اغیز نه کوي
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار ولایت له بیلابیلو سیمو څخه راټولو دینی عالمانو په یوه خبري ناسته کې د کرونا ناروغۍ په اړه عاموخلکو ته لازمی سپارښتنی وکړی .
راپورښئ ،په دغې خبري ناسته کې لومړی دننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند د ولایتی ادارې له لورې د کرونا ناروغۍ دمخنیوي په اړه د شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندی کړ ل او له دینی عالمانو یی وغوښتل چې دولس په عامه پوهاوي کی خپل رول ولوبوي . مرستیال والي وویل په افغانۍ ټولنه کې د نورو په پرتله ددینی عالمانو خبرې خلکوته ډیری د باور وړدي. او دینی عالمان باید ددی باور نه په ګټه اخیستنه دخلکو په عامه پوهاوي کې مرسته وکړي. بیا د حج اوقافو او ارشاد ریس قاري محمد داود مجاهد وویل دکرونا ناروغي په نړیواله کچه یوه خطرناکه او ګواښوونکی ناروغي ده او د وبا شکل یی غوره کړی دی. قاري داود پر ټولو دینی عالمانو غږ وکړ چې د دد غه ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره په خپله هم د خلکو په پوهولو کې مرسته وکړي او خلک وهڅوي چې دروغتیا پالانو مشورو او لارښوونو ته پام وکړي. دعلما شورا مشر مولوي حمیدالله بیا له خلکو وغوښتل چې دا ناروغي بابیزه وه ګني او د روغتیا پالانو پر مشورو سربیره خلک دالله عباداتو او دوعاو ته هم راوبولي. دننګرهار ولایت دینی عالمان داسی مهال خلک دروغتیا پالانو لارښوونو عملي کولو ته رابولي چې په دې وروستیو کې داسي خبرونه خپاره شوي و چې ګواکې په ځینو سیموکې دینی عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو خلکو ته ویلي چې دا ناروغې یوازې د کفارو لپاره ده او پر مسلمانانو اغیز نه کوي