د افغانستان له جیلونونن د طالبانوبندیان نه ازادیږي
تر دې مخکې ویل شوي وو چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې به د طالبانو ۱۰۰ بندیان آزاد شي، خو اوس د دې کار د نه ترسره کیدو خبره شوې ده.
افغان رسندوې راپور ورکوی داسې ښکاري چې له افغان زندانونو څخه د طالب بندیانو د آزادیدو لړۍ یو ځل بیا ځنډیدلې، ځکه د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د پلان له مخې به د نن د طالبانو سل بندیان آزاد نه شي.
د افغانستان دملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل تویتر پاڼه لیکلي، چې د مارچ په ۳۱ مه به بندیان آزاد نه شي.
تر دې مخکې ویل شوي وو چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې به د طالبانو ۱۰۰ بندیان آزاد شي، خو اوس د دې کار د نه ترسره کیدو خبره شوې ده.
که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، خو لا تر اوسه پورې هم دغه لړۍ نه ده پیل شوې.