طالبان : په هغو سیمو کې چې کورونا خپرېږي جنګ ختموو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89038-طالبان_په_هغو_سیمو_کې_چې_کورونا_خپرېږي_جنګ_ختموو
مجاهد زیاته کړې، طالبان په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو وضعیت د خپلو وسله والو له لوري څاري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 07:17 Asia/Kabul
  • طالبان : په هغو سیمو کې چې کورونا خپرېږي جنګ ختموو

مجاهد زیاته کړې، طالبان په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو وضعیت د خپلو وسله والو له لوري څاري.

 له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی طالبانو اعلان کړی چې په کورونا ویروس ککړو سیمو کې چمتو دي چې خپل بریدونه او جګړه ودروي.

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په هغه بڼه کې چې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې د کورونا ویروس خپور شي، د طبي مرستو د رسونې لپاره به په کې خپله جګړه ودروي.

مجاهد زیاته کړې، طالبان په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو وضعیت د خپلو وسله والو له لوري څاري.

په عین حال کی د طالبانو او کابل حکومت د استازیو ترمینځ د بندیانو د خوشی کولو لپاره خبرې اترې روانې دي .