چین افغانستان ته د کورونا ضد مرستو لومړنۍ جوپه ولیږله
Apr 02, 2020 07:24 Asia/Kabul
دغه محموله چې طبي وسایل په کې دي نن سهار د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته د کابل په هوايي ډګر کې وړاندې شوه.
له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی چین افغانستان ته د هوا له لارې له کورونا سره د مبارزې د وسایلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپه کابل ته ولیږله
دغه محموله چې طبي وسایل په کې دي نن سهار د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته د کابل په هوايي ډګر کېوړاندې شوه.
په کابل کې د چین سفیر تر دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته ډاډ ورکړی و چې هیواد یې له افغانستان سره د کورونا پر ضد د مبارزې په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.
په افغانستان کې دا مهال د کورونا پېښې ۲۳۹ ته رسېدلې دي او څلور کسان هم وژل شوی دي .
ټیګونه