چین افغانستان ته د کورونا ضد مرستو لومړنۍ جوپه ولیږله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89039-چین_افغانستان_ته_د_کورونا_ضد_مرستو_لومړنۍ_جوپه_ولیږله
دغه محموله چې طبي وسایل په کې دي نن سهار د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته د کابل په هوايي ډګر کې وړاندې شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 07:24 Asia/Kabul
  • چین افغانستان ته د کورونا ضد مرستو لومړنۍ جوپه ولیږله

دغه محموله چې طبي وسایل په کې دي نن سهار د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته د کابل په هوايي ډګر کې وړاندې شوه.

 

 له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی چین افغانستان ته د هوا له لارې له کورونا سره د مبارزې د وسایلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپه کابل ته ولیږله

دغه محموله چې طبي وسایل په کې دي نن سهار د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته د کابل په هوايي ډګر کېوړاندې شوه.

په کابل کې د چین سفیر تر دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته ډاډ ورکړی و چې هیواد یې له افغانستان سره د کورونا پر ضد د مبارزې په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.

په افغانستان کې دا مهال د کورونا پېښې ۲۳۹ ته رسېدلې دي او څلور کسان هم وژل شوی دي .