په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۵۸ تنو ته ورسیده
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې ۱۹ نویو پيښو سره په هیواد کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۵۸ تنو ته ورسیده.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدا... مایار د وري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې ۱۴، پکتیا کې دوه، بغلان، دایکندي او کندهار ولایتونو کې یوه یوه پيښه ثبت شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې دې سره په هیواد کې د ټولو مثبتو پيښو شمیره ۲۵۸ تنو ته رسیدلې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدا...حسرت پژواک ته وویل چې د کرونا دواړه مثبتې ناروغانې مېرمنې دي .
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په ۲۰۰٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.