په غزني کښې د کورونا وائرسو دریمه مثبته پیښه هم ثبت شوه
Apr 04, 2020 10:47 Asia/Kabul
د افغانستان د غزنی د عامې روغتیا چارواکې وایي چې په دې ولایت کې د کورونا د وایرسو دریمه مثبته پیښه هم ثبت شو.
د غزنی د عامې روغتیا ریس ډاکټر ظاهر شاه نیکمل تهران راډیوته وویل چې دا دریم کس شپږ(۶) کلن ماشوم دی چې مور یې هم په کورونا وایرسو باندې اخته وه .
باید وویل شي چې له دې سره په ټول افغانستان کې په کورونا وایرسو اخته کسان دری سوو ته نږدې شوي او هره ورځ لسګونه کسان ډیریږي . روغتیا یی چارواکې وایي که خلک د دوی پر ویناو عمل ونه کړي نو شونې ده چې له یو ستر ناورین سره مخ شي.
ټیګونه