د افغانستان د روغتیا وزارت د طالبانو د اقدام ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89166-د_افغانستان_د_روغتیا_وزارت_د_طالبانو_د_اقدام_ملاتړ_وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې او د مقابلې لپاره د دغه ډلې د اقداماتو او د هڅو هرکلی وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2020 00:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان د روغتیا وزارت د طالبانو د اقدام ملاتړ وکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې او د مقابلې لپاره د دغه ډلې د اقداماتو او د هڅو هرکلی وکړ .

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار پرون وویل د طالبانو نیت چې هر څه وي د  کابل حکومت د هر سړي او د هرې ډلې چې له کورونا سره د مبارزې ملاتړي کړي د ملګرتیا هرکلی کوي .

د افغانستان طالبانو ډلې له تیرو اوو (۷) ورځو راهسې د کورونا وایروس په هکله د خلکو د پوهې د زیاتولو لپاره هڅې پیل کړي دي او له خلکو یې غوښتي دي چې دستانې او ماسکونه استعمال کړي او روغتیایي چارې رعایت کاندي .

په افغانستان کښې څه دپاسه درې سوه شپیته (۳۶۰) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي او کابو نهه (۹) کسان ترې مړه شوي هم دي .

همدا اوس د افغانستان له څلوردیرشو (۳۴) ولایتونو څخه درویشتو (۲۳) ولایتونو ته کورونا وایروس خپور شوی دی .