افغانستان کښې د امریکې په ترټولو سترې پوځي اډې برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89204-افغانستان_کښې_د_امریکې_په_ترټولو_سترې_پوځي_اډې_برید_شوی
د افغانستان په بګرام کښې د امریکايي پوځیانو په اډې باندې د راکټونو حملې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2020 09:09 Asia/Kabul
  • بگرام ایر بیس  فایل فوٹو
    بگرام ایر بیس فایل فوٹو

د افغانستان په بګرام کښې د امریکايي پوځیانو په اډې باندې د راکټونو حملې شوې دي.

د افغانستان په بګرام کښې د امریکايي پوځیانو په اډې باندې د راکټونو حملې شوې دي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل: نن سهار د افغانستان د پروان ولایت په بګرام کښې د امریکايي پوځیانو په اډې باندې له یو ګاډي څخه پنځه راکټونه وتوغول شول چې له امله یې یاد ګاډي هم اور واخیسته.

داعش ترهګرې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکايي پوځیانو په اډې باندې د حملې پړه منلې ده خو د مرګ ژوبلې یا نورو جزئیاتو په هکله یې څه نه دي ویلې.