افغانستان لس میلیونه کیټونو ته ډیره اړتیا لري
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د تشخیص څه دپاسه لس لکه کیټونو او په میلیونونو لیټره عفوني ضد مایع موادو ته ضرورت شته .
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پرون وویل دغه وزارت له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د تشخیص څه دپاسه یومیلیونه کیټونو او د عفوني ضد کابو څلور پنځوس(۵۴) میلیونه لیټر مایع ته ضرورت لري او د دغو شیانو برابرول کوم اسان کار نه دی .
هغه په افغانستان کښې د کورونا وایروس په خپریدا د اندیښنې په څرګندولو سره وویل خلک د غونډو او مجلسونو له جوړولو په جدي ډول ډډه وکړي .
په افغانستان کښې تراوسه څلور سوه څلور اتیا (۸۴) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي دي او په دوې کښې دوه دیرش (۳۲) تنه روغ رمټ شوي او پینځلس (۱۵) کسان ترې مړه شوي هم دي .
د افغانستان کارپیژاندي باوري دي په هیواد کښې په کورنا وایروس د ککړو کسانو شمیر زیات دی او د طبي امکاناتو د کمښت په دلیل په هیواد کښې د انساني غمیزې د رامینځته کیدا احتمال شته .