لغمان ولایت کښې له شلو زیات سیمه ایز پولیس مسموم شوې دي
Apr 12, 2020 00:04 Asia/Kabul
له جلال آباده زمونږ خبریال بیګا خبر راکړی چې تیره شپه شپږ ویشت تنه سیمه ییز پولیس د لغمان ولایت د الیشنګ او الینګار په ولسوالیو کې د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي.
له جلال آباده زمونږ خبریال بیګا خبر راکړی چې تیره شپه شپږ ویشت تنه سیمه ییز پولیس د لغمان ولایت د الیشنګ او الینګار په ولسوالیو کې د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدا... دولت زي وویل مسموم شوي پولیس د درملنې لپاره د مهترلام مرکزي روغتون ته وړل شوي او له ابتدايي درملنې وروسته بیرته خپلو پوستو ته ستانه شوي دي. د لغمان د والي ویاند وویل چې د دې پیښې په تړاو د خوراکي موادو د قراردادي په ګډون یوولس تنه نیول شوي او تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي او که ګرم وبلل شي نو د قانون په رڼا کښې به ورسره چلند وشي.
ټیګونه