افغانستان کښې هم د کرونا له امله مړینه زیاته شوې ده
Apr 12, 2020 01:21 Asia/Kabul
د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په دغه هیواد کښې د کرونا ۳۴ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په دغه هیواد کښې د کرونا ۳۴ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
په دې ۳۴ نویو ککړو کسانو سره په ټول افغانستان کښې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۵۵۵ تنو ته ورسید.
د افغانستان روغتیا وزارت پرون مازیګر وویل چې په هیواد کښې د کرونا له امله د وفات شویو کسانو شمیر هم شپاړس تنو ته رسیدلی چې زیاتره یې په کابل او هرات کښې ثبت شوې دي.
ټیګونه