په زابل ولایت کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی
Apr 12, 2020 11:16 Asia/Kabul
پولیسو په زابل ولایت کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی وکړ
د زابل ولایت پولیسو د شهرصفا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو لخوا د دوه کړیو ځای پر ځای شويو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د کابل – کندهار پر لویه لار د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.
ټیګونه