د افغانستان په پلازمینه کابل کښې دوه چاودنې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89267-د_افغانستان_په_پلازمینه_کابل_کښې_دوه_چاودنې_شوي
په دغه چاودنه کښې یو ملکي ژوبل شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2020 11:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان په پلازمینه کابل کښې دوه چاودنې شوي

په دغه چاودنه کښې یو ملکي ژوبل شوی.

له کابل څخه زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د کابل پولیسو نن سهار د کابل په امنیتي یولسمې حوزې کښې د پولیسو د ګاډو په لار کښې د یو ماین چاودنې خبر ورکړ چې په دغه چاودنه کښې یو ملکي ژوبل شوی.

د کابل د پولیسو په راپور کښې راغلي، د لومړی چاودنې یو ساعت وروستو، هم په دغه ځای کښې پولیس د دوهم ماین بې کاره کولو لپاره ورغلل چې له چاودنې سره دوه نور پولیس هم ژوبل شول.

په دې چاودنو کښې د پولیسو یو ګاډي ته هم تاوان رسیدلی دی.

تراوسه هیڅ ډلې یا کس د دې چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستلی.