د حکومت له زندانه د طالب زندانیانو درېیمه ډله خوشي شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89269-د_حکومت_له_زندانه_د_طالب_زندانیانو_درېیمه_ډله_خوشي_شوه
د ملي امنیت شورا د دفتر په یوه بیانیه کښې د بندیانو د جرمونو، بند مودې او روغتیايي وضعیت ته په کتو سره سل بندیان خوشي کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 12, 2020 15:46 Asia/Kabul
  • د حکومت له زندانه د طالب زندانیانو درېیمه ډله خوشي شوه

د ملي امنیت شورا د دفتر په یوه بیانیه کښې د بندیانو د جرمونو، بند مودې او روغتیايي وضعیت ته په کتو سره سل بندیان خوشي کړي.

 له کابل څخه زمونږ د خبریال د راپور له مخې دغه کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د سولې په برخه کې د اسانتیا او همدا راز له کرونا ویروس د خوندیتوب په خاطر د دوی جرمونو، بند مودې او روغتیايي وضعیت ته په کتو خوشي شوي دي. افغان حکومت تر دې وړاندې هم ۲۰۰ طالب زندانیان په دوو پړاوونو کې خوشي کړي دي. یاد زندانیان داسې مهال خوشي کېږي چې طالبان دغه پروسه نه مني او هغه د هوکړې خلاف ګڼي او په خبره یې په دې کې د دوی مطلوب زندانیان نشته دي.