د افغانستان یوه مذهبي مشر د ایران مننه وکړه
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوه (۱) مشهور شیعه عالم ایت الله محمد باقر فاضلي بهسودي په کورونا وایروس د ککړو افغان ښاریزو په مفت ډول د درملنې په خاطر د ایران داسلامي جمهوریت په تیره بیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي او د ولسمشر حسن روحاني د ښه کړچار قدرونه وکړه .
هغه پرون وویل دغه سختې ورځې تیريږي خو د افغانستان له کډوالو سره د اسلامي ایران انسان دوستانه اقدامات ، یوزړه توب او همدردۍ په خاطرو کښې پاتې کیږي او هغه د دې بیانونکي دي چې د افغانستان او د ایران د دوو(۲) ملتونو پیوند له هغه څه ژور دی چې د دا ډول ترخو پیښو په وخت هیر یا داغي شي .
له دې مخکې هم د افغانستان خارجه وزارت ، د کډوالو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او په تهران کښې د افغانستان سفارت د ایران په روغتونونو کښې په کورونا وایروس د ککړو افغان کډوالو د منلو په خاطر د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه کړي وه .
همدا اوس په ایران کښې د افغانستان کابو دیرش(۳۰) لکه ښاریز چې قانوني او غیر قانوني کډوال پکښې شامل دي ژوند کوي او دغه ټول افغانان له هیڅ توپیر پرته د ایران داسلامي جمهوریت د زده کړې ، د درملنې او د روغتیا له خدماتو په مفت ډول استفاده کوي .