د افغانستان یوه مذهبي مشر د ایران مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89278-د_افغانستان_یوه_مذهبي_مشر_د_ایران_مننه_وکړه
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوه (۱) مشهور شیعه عالم ایت الله محمد باقر فاضلي بهسودي په کورونا وایروس د ککړو افغان ښاریزو په مفت ډول د درملنې په خاطر د ایران داسلامي جمهوریت په تیره بیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي او د ولسمشر حسن روحاني د ښه کړچار قدرونه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 01:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان یوه مذهبي مشر  د ایران مننه وکړه

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوه (۱) مشهور شیعه عالم ایت الله محمد باقر فاضلي بهسودي په کورونا وایروس د ککړو افغان ښاریزو په مفت ډول د درملنې په خاطر د ایران داسلامي جمهوریت په تیره بیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي او د ولسمشر حسن روحاني د ښه کړچار قدرونه وکړه .

هغه پرون وویل دغه سختې ورځې تیريږي خو د افغانستان له کډوالو سره د اسلامي ایران انسان دوستانه اقدامات ، یوزړه توب او  همدردۍ په خاطرو کښې پاتې کیږي او هغه د دې بیانونکي دي چې د افغانستان او د ایران د دوو(۲) ملتونو پیوند له هغه څه ژور  دی چې د دا ډول ترخو پیښو په وخت هیر یا داغي شي .

له دې مخکې هم د افغانستان خارجه وزارت ، د کډوالو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او په تهران کښې د افغانستان سفارت د ایران په روغتونونو کښې په کورونا وایروس د ککړو افغان کډوالو د منلو په خاطر د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه کړي وه .

همدا اوس په ایران کښې د افغانستان کابو دیرش(۳۰) لکه ښاریز چې قانوني او غیر قانوني کډوال پکښې شامل دي ژوند کوي او دغه ټول افغانان له هیڅ توپیر پرته د ایران داسلامي جمهوریت د زده کړې ، د درملنې او د روغتیا له خدماتو په مفت ډول استفاده کوي .