ننګرهار کی د کرونا ویروس دوه نوری مثبت پیښي ثبت شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89314-ننګرهار_کی_د_کرونا_ویروس_دوه_نوری_مثبت_پیښي_ثبت_شوی
په ننګرهار کۍ د کرونا ویروس د دوه مثبت پیښو تر ثبتیدو وروسته په ټول هیواد کې د کرونا ویروس دمثبتو پیښو شمیر ۷۱۴ ته ورسید
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی د کرونا ویروس دوه نوری مثبت پیښي ثبت شوی

په ننګرهار کۍ د کرونا ویروس د دوه مثبت پیښو تر ثبتیدو وروسته په ټول هیواد کې د کرونا ویروس دمثبتو پیښو شمیر ۷۱۴ ته ورسید

له جلال آباد څخه زمونږ خبریال راپور راکړ چې د ننګرهار د عامی روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسول ډاکتر ظاهر عادل وایی د جلال اباد مرکزي روغتون په لابراتوارکې ددرې دوینو شکمنې نمونې تر کتني لاندی وي چې دده پر وینا له بده مرغه دوه یی مثبت او یوه یی منفي راووته  ډاکتر ظاهر عادل وویل دجلال اباد په مرکزي روغتون کې دلابرتوار د فعالیت له پېل نه تر دا مهاله دوینو ۳۹ شکمنې نمونی کتل شوي چې لس یی مثبتی  یوویشت یی منفي او اته نورې یې لاهم تر کتنې لاندې دي دنوموړي پروینا د لسو مثبتو پیښو څخه دوه یی مړه شوي دوه یی رغیدلي او شپږ نوریی تر قرنطین او درملنی لاندی دي په ننګرهار کۍ د کرونا ویروس د دوه مثبت پیښو تر ثبتیدو وروسته په ټول هیواد کې د کرونا ویروس دمثبتو پیښو شمیر ۷۱۴ ته ورسید ددغو پیښو ډیره برخه په هرات ،کابل او کندهار کې دي.