افغانستان کښې د امریکې په ترټولو سترې پوځي اډې حمله وشوه
Apr 17, 2020 01:40 Asia/Kabul
خبري سرچینو د افغانستان په بګرام کښې بیګا د امریکې د ترهګرو پوځیانو په اډې باندې د نامعلومو کسانو د حملې خبر ورکړی.
خبري سرچینو د افغانستان په بګرام کښې بیګا د امریکې د ترهګرو پوځیانو په اډې باندې د نامعلومو کسانو د حملې خبر ورکړی.
فارس خبري آژانس د خبرو سرچینو په حواله لیکلي چې د نامعلوم لوري په دغه حمله کښې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوې دي.
امریکايي چارواکو د دغې حملې په هکله تراوسه هیڅ غبرګون نه دی څرګند کړی.
د افغانستان د پلازمینې کابل په شمال کښې بګرام اډه په دغه هیواد کښې د امریکې ترټولو ستره او سنبال پوځي اډه ده چې سلګونه امریکايي ځواکونه په کښې دیره دي.
ټیګونه