افغانستان ته د چین نورې طبي مرستې ورسیدلې
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د چین د انسان دوستانه مرستو دوهم(۲) پیټی د دغه هیواد د روغتیا وزارت ته ورکړل شو .
د افغانستان د روغتیا ورازت پرون وویل د چین په دغو طبي مرستو کښې د کورونا وایروس د تشخیص کیټونه ، محافظتي کیټونه ، ماسکونه او د تبې د معلومولو الې شاملې دي .
په افغانستان کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د چین د طبي مرستو لومړی پیټی کابو درې (۳) اونۍ مخکې کابل ته استول شوی و .
د افغانستان د روغتیا وزارت دغه راز پرون د ملګروملتونو له خواړو پروګرام ډبلیو ایف پي او د ماشومانو له صندوق یونیسف سره له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د اتویشت (۲۸) میلیونه ډالرو په ارزښت د ملګرتیا دوې(۲) موافقې لاسلیک کړې .
د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر دولس سوه شپږویشتو (۱۲۲۶) او د مړو کسانو شمیر هم څلویښتو (۴۰) ته رسیدلی دی .
افغانستان په داسې حال کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې او د مقابلې په حال کښې دی چې د طالبانو ډلې او د نورو ناپیژاندو وسله والو ترهګرو ډلو لخوا د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې بریدونه هماغه راز دوام لري .