بادغیس کې نفوذي پولیسو خپل ۱۳ملګري ووژل
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یو شمېر نفوذي پولیسو تیره شپه ددې ولایت په مرکز قلعه نو کې د پوستې دننه خپل ۱۳ پولیس ملګري وژلي او تښتېدلي دي.
دا پېښه تیره شپه ناوخته د بادغیس ولایت مرکز قلعه نواړوند په لامان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) د پوستې دننه یو شمېر نفوذي پولیسو په خپلو ملګرو ډزې وکړې.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاء الدین قادسي وايي، په دغه پېښه کې ۱۳ تنه سیمه ییز پولیس مړه، ۷ تنه ټپیان او یو شمېر نور بې درکه دي، چې په خبره یې کیدای شي طالبانو ته تسلیم شوي وي.
نوموړی زیاتوي، برید په داسې مهال شوی، چې سیمه ییز پولیس(اربکیان) په خپله پوسته کې ویده وو.
خو د بادغیس د ولایت، امنیه قومندانۍ او نور دولتي ادارو ویاندویانو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.