افغانستان کې د کورونا وائرسو ۹۵ تازه پېښې رامنځته شوې
Apr 25, 2020 01:34 Asia/Kabul
د افغانستان روغتیا وزارت پرون وویل، په تېرو ۲۴ ګېنټو کې په کورونا ۹۵ نور کسان اخته شوي دي.
د روغتیا وزارت په خبره، دې تازه ناروغانو کې ډېر شمېر د کندهار دی چې ۵۳ ته رسېږي.
ورپسې کابل کې ۱۱، تخار کې ۱۰، ننګرهار او پنجشېر کې پنځه پنځه، هرات کې ۳، فراه او غزني کې ۲-۲، لغمان، پروان، نیمروز او دایکندي کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت دا هم وايي، چې وروستیو پېښو سره په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۳۰ کسانو ته ورسېد.
دغه وزارت زياتوي، له پرون راهسې ۹ کسان له کورونا رغېدلي او دې سره د رغېدلو کسانو شمېر ۱۸۸ ته ورسېد.
دا ډول په تېرو ۲۴ ګېنټو کې له کورونا څخه په افغانستان کې د درې کسانو مړه کېدو سره دا شمېر هم پورته شوے او ۱۸۸ ته رسېدلی دے.
ټیګونه