طالبانو بیاهم کابل ته د منتقلیدونکې بریښنا ستنې ویجاړې کړې
طالب ډلې یوځل بیا د افغانستان پلازمینې کابل ته د وارداتي بریښنا ستنې په نښه کړې دي.
آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د بریښنا حکومتي ادارې وویل چې طالبانو تیره شپه په (میر بچه کوټ) سیمه کښې د کابل د ۲۲۰ کیلوواټه وارداتي بریښنا دواړه ستنې ویجاړې کړې دي چې له امله یې د روژه ماتي په وخت د دغه ښار ستره بریښنا په تیاره کښې ډوبه شوه.
څه موده مخکښې هم طالبانو د شمالي ولایت بغلان مرکز پل خمري ته څیرمه له ازبکستانه د واردیدونکې بریښنا په ستنې حمله کړې وه چې له امله یې د پلازمینې کابل او ځینو نورو ولایتونو بریښنا غوڅه شوې وه.
یاده دې وي چې د افغانستان ۷۵ فیصده بریښنا وارداتي ده.
طالبانو له امریکې سره د اوربند د موافقې او د افغانستان له حکومت سره د مذاکرې باوجود د دغه هیواد په مختلفو سیمو باندې خپلې حملې نه دي بندې کړې.