طالبانو بیاهم کابل ته د منتقلیدونکې بریښنا ستنې ویجاړې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89624-طالبانو_بیاهم_کابل_ته_د_منتقلیدونکې_بریښنا_ستنې_ویجاړې_کړې
طالب ډلې یوځل بیا د افغانستان پلازمینې کابل ته د وارداتي بریښنا ستنې په نښه کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 05:40 Asia/Kabul
  • طالبانو بیاهم کابل ته د منتقلیدونکې بریښنا ستنې ویجاړې کړې

طالب ډلې یوځل بیا د افغانستان پلازمینې کابل ته د وارداتي بریښنا ستنې په نښه کړې دي.

آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د بریښنا حکومتي ادارې وویل چې طالبانو تیره شپه په (میر بچه کوټ) سیمه کښې د کابل د ۲۲۰ کیلوواټه وارداتي بریښنا دواړه ستنې ویجاړې کړې دي چې له امله یې د روژه ماتي په وخت د دغه ښار ستره بریښنا په تیاره کښې ډوبه شوه.

څه موده مخکښې هم طالبانو د شمالي ولایت بغلان مرکز پل خمري ته څیرمه له ازبکستانه د واردیدونکې بریښنا په ستنې حمله کړې وه چې له امله یې د پلازمینې کابل او ځینو نورو ولایتونو بریښنا غوڅه شوې وه.

یاده دې وي چې د افغانستان ۷۵ فیصده بریښنا وارداتي ده.

طالبانو له امریکې سره د اوربند د موافقې او د افغانستان له حکومت سره د مذاکرې باوجود د دغه هیواد په مختلفو سیمو باندې خپلې حملې نه دي بندې کړې.