افغانستان د ځینو خوراکي شیانو په وارداتو بندیز ختم کړ
د کرونا وایرس د خپریدو له پراختیا وروسته د افغانستان د کرهڼې وزارت د چرګو، هګیو او یوه ورځینو چرګوټو په وارداتو باندې د لګیدلي بندیز د ختمولو خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د کرهڼې وزارت ویاند نن وویل چې دغه هیواد نن سبا سلګونه ټنه هګیو ته اړتیا لري چې باید له ګاونډي هیوادونو واردې شي.
رضا رستمي زیاته کړه: کابو یوه نیمه میاشت مخکښې د افغانستان حکومت د کرونا وایرس له پراختیا وروسته له ګاونډي هیوادونو د چرګو، هګیو او یو ورځنیو چرګوټو واردول بند کړې وو او دغه بهیر تر پرونه دوام درلود.
پرون د افغانستان ځینو رسنیو هره ورځ افغانستان ته د یو لک شل زره یو ورځنیو چرګوټیو د صادراتو لپاره د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چمتووالي خبر ورکړې و.
په افغانستان کښې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له خپریدو وروسته د دغه هیواد په بازارونو کښې د اوړو، چایو، غوړیو او نورو خوراکي موادو بیې له ۲۰ نه تر ۳۰ فیصدو پورې زیاتې شوې دي.