د افغانستان حکومت د داعش ډلې مشران خوشي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89692-د_افغانستان_حکومت_د_داعش_ډلې_مشران_خوشي_کړي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په پارلمان کښې د غزني ولایت استازي وویل د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر مشران د ولسمشر اشرف غني په حکم سره د حزب اسلامي د بندیانو په نوم سره ازاد شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2020 23:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت د داعش ډلې مشران خوشي کړي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په پارلمان کښې د غزني ولایت استازي وویل د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر مشران د ولسمشر اشرف غني په حکم سره د حزب اسلامي د بندیانو په نوم سره ازاد شول .

هغه د افغانستان له زندانونو د داعش تکفیري ترهګرې ډلې د یوشمیر  مشرانو په خوشي کیدا نیوکه وکړه او ویې ویل هیڅ څوک د دغو ترهګرو چې د کابل د لویدیځ سیمې د مسلمانانو په وژلو کښې یې مهم رول لرلی دی له زندان څخه د خوشي کولو صلاحیت نلري .

په عین حال کښې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر میر رحمان رحماني هم د طالبانو ډلې د خونړیو حملو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه او په امنیتي ځواکونو یې غږ وکړ له هغوې سره مقابله وکړي .

د افغانستان په پارلمان کښې د کابل استازي روبینا جلالي هم د طالبانو په بې قید او شرطه خوشي کیدا نیوکه وکړه او ویې ویل د دغو بندیانو په خوشي کیدا سره د دغه ډلې حملې نورې هم زیاتې شوي دي .

د افغانستان په پارلمان  کښې د کابل ولایت د خلکو بل استازي حفیظ الله جلیلي هم وویل طالبان د دوحې د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته خطرناک شوي او هره ورځ د امیني ځواکونو او د ملکي وګړو پرضد حملې زیاتوي .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان حکومت ټاکل شوي ده د قطر د ماتي خوړلي موافقې پراساس د طالبانو پینځه زره (۵۰۰۰) بندیان د زرو (۱۰۰۰) حکومتي عسکرو د خوشي کیدا په بدل کښې له زندانونو څخه ازاد کړي .