د افغانستان حکومت ۵۲ نور طالب زندانیان آزاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89896-د_افغانستان_حکومت_۵۲_نور_طالب_زندانیان_آزاد_کړل
د افغانستان د  ملي امنیت شورا وایي،  له کرونا سره د مبارزې او د صلحې د ټینګښت د هڅو په لړ کې يې ۵۲ تنه طالب زندانیان له بنده خلاص کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 01:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت ۵۲ نور طالب زندانیان آزاد کړل

د افغانستان د  ملي امنیت شورا وایي،  له کرونا سره د مبارزې او د صلحې د ټینګښت د هڅو په لړ کې يې ۵۲ تنه طالب زندانیان له بنده خلاص کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په همدې اړه پر ټویټر لیکلي « د ولسمشر اشرف غني له فرمان سره سم تېره ورځ ۵۲ تنه طالب زندانیان له کرونا سره د مبارزې او د سولې پروسې د وړاندې تګ د هڅو په  لړ کې له زندانه خلاص شول.»

د فیصل په خبره، خلاصو شویو زندانیان سوګند یاد کړی، چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ګرځي.

ددې ډلې زندانیانو له ازادېدو سره جوخت طالبانو هم په کندهار ولایت کې شل تنه دولتي عسکر خلاص کړې دي.

افغان  حکومت  د طالبانو د پنځه زره  بندیانو له ډلې پنځلس سوه خلاصوي او هیله لري، چې د همدې اندازه بندیانو له خلاصېدو سره به طالبان ورسره خبرو ته کښېني.