د افغانستان حکومت ۵۲ نور طالب زندانیان آزاد کړل
May 07, 2020 01:27 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، له کرونا سره د مبارزې او د صلحې د ټینګښت د هڅو په لړ کې يې ۵۲ تنه طالب زندانیان له بنده خلاص کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په همدې اړه پر ټویټر لیکلي « د ولسمشر اشرف غني له فرمان سره سم تېره ورځ ۵۲ تنه طالب زندانیان له کرونا سره د مبارزې او د سولې پروسې د وړاندې تګ د هڅو په لړ کې له زندانه خلاص شول.»
د فیصل په خبره، خلاصو شویو زندانیان سوګند یاد کړی، چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ګرځي.
ددې ډلې زندانیانو له ازادېدو سره جوخت طالبانو هم په کندهار ولایت کې شل تنه دولتي عسکر خلاص کړې دي.
افغان حکومت د طالبانو د پنځه زره بندیانو له ډلې پنځلس سوه خلاصوي او هیله لري، چې د همدې اندازه بندیانو له خلاصېدو سره به طالبان ورسره خبرو ته کښېني.
ټیګونه