افغانستان کښې کورونا ویروس په زیاتیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89936-افغانستان_کښې_کورونا_ویروس_په_زیاتیدا_دی
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو او د وژل شویو کسانو شمیر زیات شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2020 23:34 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې کورونا ویروس په زیاتیدا دی

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو او د وژل شویو کسانو شمیر زیات شوی .

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون د هیواد په شپاړسو (۱۶) ولایتونو کښې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا ویروس د دوه سوه پینځلس (۲۱۵) نویو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ او د دغو نویو کسانو په حسابیدا سره په افغانستان کښې په دغه ناروغۍ د ککړو کسانو شمیر اوس درې زره اوه سوه اته اویا (۳۷۷۸) ته رسیدلی دی .

دغه راپور زیاتوی د کورونا ویروس له کبله د دریو(۳) نورو کسانو په وژل کیدا سره په افغانستان کښې د مړو شویو کسانو شمیر اوس یوسل نهو (۱۰۹) ته رسیدلی دی .