د غور ولایت د پيښې د مړو شمیر زیات شو
May 10, 2020 00:59 Asia/Kabul
د افغانستان په مرکز غور ولایت کښې په اعتراضي مظاهرو کښې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله د وژل شویو کسانو شمیر اوو تنو ته ورسید.
آریانا نیوز خبر ورکړې چې پرون د غور ولایت د فیروز کوه ښار سلګونه تنه بې وزله خلکو په کرونا وایرس له ککړو کسانو سره په مرسته کښې د اشرف غني د حکومت د مدیریت په ناتوانۍ باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې چې د امنیتي ځواکونو په ډزو سره په تاوتریخوالي بدلې شوې.
په دغه حمله کښې چې دوه تنه پرون په ځاې مړه شوې وو، پنځه تنه نورو زخمیانو یې په روغتون کښې ساه ورکړې او ورسره د مړو شمیر اوو تنو ته رسیدلې دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه برید د هراړخیزې څیړنې لپاره یو حقیقت لټونکی پلاوی غور ولایت ته لیږي.
ټیګونه